نوموړي یاد پلاوي ته په خبرو کې ویلي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د وصل ټیم دی، نه د فصل.
د ده په وینا، افغان ولس د هېواد د ۴۰ کلن ناورین د پایته رسېدو غوښتنه کوي او د یاد بحران اساسي حل په جمهوري نظام کې وینې.
جمهور رییس مذاکره کوونکي پلاوي ته په خبرو کې زیاته کړې چې یاد پلاوی د نظم او نظام استازیتوب کوي او په دې برخه کې یې د حکومت له لوري د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی.
هغه زیاته کړې، نړۍ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه اجماع لري او حکومت د ملي او نړیوالو پانګو د جذب لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي په ورته وخت کې دا هم ویلي چې هېوادوال او حتی طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا باید په اساسي توګه درک شي.
جمهور رییس غني تر هغه وروسته د رسنیو له مسولینو سره هم لیدلي او هغوی ته یې ویلي چې د سولې په پروسه کې د حکومت هڅه دا ده چې د افغانستان ۴۰ کلن ناورین نور پای ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


