د بارکزي په خبره، پولیسو د بریدونه مخه نیولې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړی زیاتوي چې په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
بارکزی همدارنګه وایي، په نښته کې د ترهګرو څلور موټرسایکلونه او یو شمېر ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په اړه څه نه دي ویلي.


