د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار مهال اووه بجې ترهګرو د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و.
د ده په وینا، ماین تر چاودنې وړاندې د پولیسو له لوري کشف او شنډ شو.
فرامرز زیاتوي چې په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا ماین چاودنې ډېرې شوې چې له امله یې د امنیتي مسولینو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


