د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده کلید ته وویل، تېره ورځ ناوخته افغان هوایي ځواکونو د ده یک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال پر موټر هوایي برید کړی چې د ولسوال خالد په ګډون اووه نور طالبان پکې وژل شوي دي.
دی زیاتوي، په برید کې د طالبانو یو فلډ موټر او ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


