د هلمد سمیهییز چارواکي هلته د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د دغه ولایت د اوومې امنیتي حوزې د امر وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د والي ویاند عمرا ځواک کلید ته وویل، پرون مازیګر د لښکرګاه د اوومې امنیتي حوزې د امر لومړي څارن نقیب الله پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې له کبله یې نوموړی ووژل شو او یو ساتونکی یې ټپي شو.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


