ads

د بلخ د والي موټر چلوونکی ترور شو

نن سهار اووه بجې او ۳۰ دقیقې د بلخ د والي موټر چلوونکی د ناپېژندو وسله والو له لوري د مزار شریف ښار په څورمه ناحیه کې ترور شوی دی.

محمدخان بریال
14 تله 1399
د بلخ د والي موټر چلوونکی ترور شو
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، د فرهاد په نوم د دغه ولایت د والي موټر چلوونکی د خپل کار لورته روان و، چې په لاره کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.
د ده په وینا، د هغه د وژنې انګېزه معلومه نه ده او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
دا په تېره یوه میاشت کې څوم ځل دی چې هلته امنیتي ځواکونه په مرموز ډول وژل کېږي او دې ستونزې د یاد ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.
تر اوسه د هغه د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA