ads

د اذربایجان او ارمنیستان په نښتو کې ملکيان په نښه شوي

بهرنۍ رسنۍ وایي، د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په رامنځته شوو نښتو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمس الرحمن شمس
14 تله 1399
د اذربایجان او ارمنیستان په نښتو کې ملکيان په نښه شوي
د سرچینو په وینا، د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه پر یو بل اچوي.
د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، ارمنستان پر ګنجه، ترتر او ګوردېز ښارونو توغندویي بریدونه کړي، چې له کبله یې ۲۲۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
بل لور ته د ارمانیا پوځي چارواکو ویلي، اذربایجاني ځواکونو د دوی پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۸ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ په کره باغ سیمه کې له څو ورځو راهیسي نښتې پیل شوي دي.
اذربایجاني چارواکي وایي، تر هغه چې ارمنستان له کره باغ سیمې خپل پوځونه ونه باسي، جګړې ته به دوام ورکوي.
بلخوا، ملګرو ملتونو په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA