ads

جمهور رییس غني کوېټ او قطر هېوادونو ته روان شو

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټرپاڼه لیګلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني د دوشنبې په سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کویټ هېواد ته په سفر ولاړ.

محمدخان بریال
14 تله 1399
جمهور رییس غني کوېټ او قطر هېوادونو ته روان شو
د ده په خبره، له هغه سره په دغه سفر کې د افغانستان د رسنیو لوړپوړي مشران هم ملتیا کوي.
صدیقي زیاتوي، جمهور رییس غني به د کوېټ د امیر د فاتحې تر مراسمو وروسته قطر هېواد ته سفر وکړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې بیا راغلي چې نوموړی به د دغه سفر پر مهال د قطر هېواد له امیر تمیم حمد بن آل ثانی، د یاد هېواد له لومړي وزیر، زلمي خلیلزاد، سکاټ مېلر او د سولې لپاره د افغانستان له مذاکره کوونکو پلاوو سره وویني.
دغه سفر پر داسې مهال تر سره کېږي چې د بین الافغاني خبرو د پرانستغونډې ۲۳ ورځې تېږې شوې، خو لاهم د دغو مذاکراتو برخلیک نامعلوم دی.
دواړه لوري ډاډ ورکوي چې پر اختلافي مواردو تر هوکړې وروسته به په رسمي ډول د دواړو لورو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA