ads

امریکا تر سولې وروسته هم د افغانستان ملاتړ کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو وروسته هم واشنګټن د افغان دولت ملاتړ ته دوام ورکوي.

شمس الرحمن شمس
14 تله 1399
امریکا تر سولې وروسته هم د افغانستان ملاتړ کوي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد
نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه خبرو کې ویلي، که په افغانستان کې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ هم شي، متحده ایالاتونه افغانستان یوازې نه پرېږدي او د پخواني شوروي اتحاد تېروتنه به تکرار نه کړي.
په ورته وخت کې نوموړي پر افغان مشرانو د یو ټولشموله نظام جوړېدو غږ کړی دی.
هغه په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې ژر تر ژره روانه جګړه پایته ورسوي او تلپاتې اوربند وکړي.
خلیلزاد دا مهال د یو شمېر هېوادونو په سفر بوخت دی او هدف یې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول ښودلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA