ads

په کندهار کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه

د افغانستان دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د موټر بم برید مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 تله 1399
په کندهار کې د موټر بم برید مخه ونیول شوه
له دغه وزارت څخه پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو پلان درلود چې پرون اووه بجې او ۱۵ دقیقې د کندهار پر میوند ولسوالۍ موټر بم برید ترسره کړي.
د سرچینې په وینا، دغه موټر بم تر هدف وړاندې د افغان سرتېرو له لوري په نښه او له منځه یوړل شو.
د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې په پېښه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم د موټر بم برید په پایله کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر اوسه وسله والو ډلو د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA