ads

په کابل کې مقناطیسي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

د کابل امنیتي چارواکي نن سهار مهال د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د مقناطیسي ماین چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 تله 1399
په کابل کې مقناطیسي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اته بجې او ۱۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په هېوادوال سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
د ده په وینا، په یاده پېښه کې یوازې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت هم چا نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په مرکز کابل او ولایتونو کې مقناطیسی ماین چاودنې ډېرې شوې او هېوادوال یې امنیتي چارواکي په مخنیوي کې پاتې بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA