ads

په کابل کې دوه دولتي مامورین ترور شول

د کابل امنیتي چارواکي وایي، نن سهار مهال په کابل ښار کې دوه دولتي کارمندان په وسله وال برید کې ووژل شول.

محمدخان بریال
13 تله 1399
په کابل کې دوه دولتي مامورین ترور شول

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پېښه نن سهار اووه بجې او ۴۷ دقیقې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې په ټانک چکري سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا، دواړه دولتي کارمندان د ناپېژندو وسله والو په برید کې وژل شوي دي.
تر اوسه د یادو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د برید مسولیت هم چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA