ads

په غزني کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې هلته د هوایي ځواکونو په بریدونو کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
13 تله 1399
په غزني کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي
د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، پرون شپه ناوخته د اندړ ولسوالۍ د سرفراز په سیمه کې هوایي ځواکونو د طالبانو پر هغه ډله هوایي بریدونه وکړل چې په سیمه کې یې د ناوړه کړنو ترسره کولو پلان درلود.
د ده په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
هغه زیاته کړه، په نښه شوي کسان د ملا سبحان او شېرغاړ د ګروپونو اړوند کسان وو.
د جمعه زاده په وینا، په ترسره شوو هوایي بریدونو کې د طالبانو یو فلډر موټر او ګڼې سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA