لاریون کوونکو د کورونا او ورته نورو ستونزو په مخنیوي کې د لومړي وزیر پر سیاستونو نیوکې وکړې.
سرچینې وایي، یاد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او مرګ ژوبله یې هم رامنځته کړې ده.
بلخوا، د دغه هېواد پولیسو ۱۵ لاریون کوونکي نیولي هم دي.
اعتراض کوونکي همدارنګه ادعا کوي، تر هغه چې لومړی وزیر نتانیاهو استعفا ونه کړي، کورونا او ورته نورې ستونزې به دوام وکړي.


