ads

په ارزګان کې اتو طالبانو ته پخپل‌منځۍ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي هلته د وسله والو طالبانو د خپلمنځۍ نښتې خبر ورکوي.

احسان الله ولسمل
13 تله 1399
په ارزګان کې اتو طالبانو ته پخپل‌منځۍ نښته کې مرګ ژوبله اوښتې
د دغه ولایت د والي وياند احمد شاه ساحل  کليد ته وويل، پرون د ترینکوټ ښار اړوند محمد نبي خان اډې سیمه کې د ځایي طالبانو تر منځته جګړه شوې ده.
هغه وايي، دغه نښته د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر منځ شوې چې اتو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو په وینا یې، معلومه نه ده چې څو تنه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
د سيمي اوسېدونکي هم دغه پېښه تاییدوي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بیا دا ادعا رد کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA