ads

عبدالله د پاکستان تر سفر وروسته هند ته ځي

د هندوستان انډیا ټوډې او یو شمېر نورو رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله به دوې ورځې وروسته د یو پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړي.

محمدخان بریال
13 تله 1399
عبدالله د پاکستان تر سفر وروسته هند ته ځي

د سرچینو په وینا، هغه به د دغه څلور ورځني سفر پر مهال د هند له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره پر افغان سوله او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پر پراخېدو بحث وکړي.
د یادولو وړ ده چې عبدالله عبدالله تر دې وړاندې پاکستان هېواد ته سفر کړی و.
نوموړي هلته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، جمهور رییس عارف علوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله خبرې وکړې.
عمران خان له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ویلي وو چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د سترې بریا لامل کېږي او اسلام اباد ته ډېر اقتصادي ارزښت لري.
د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د عبدالله سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې لاهم د افغان سولې مرکچي پلاوي د خبرو پر کړنلاره نه دي سلا شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA