ads

خلیلزاد له تاجکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په دوام تاجکستان ته رسېدلی دی.

محمدخان بریال
13 تله 1399
خلیلزاد له تاجکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی
سرچینه وایي، هغه دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د تاجکستان له جمهور رییس امام علي رحمان سره کتلي او له ده سره یې پر افغان سوله بحث کړی دی.
د سرچینې په وینا، د تاجکستان جمهور رییس په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.
بلخوا، امام علي رحمان په خپلو خبرو کې د افغانستان له لوري د سرحدونو په برخه کې د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
خلیلزاد پخپلو څرګندونو کې ویلي چې د سفر هدف یې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول دي.
نوموړی پر داسې مهال تاجکستان هېواد ته سفر کوي چې لاهم د افغان سولې مرکچي پلاوي د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره نه دي سلا شوي.
دواړه لوري ډاډ ورکوي چې د اختلافي مواردو تر حل وروسته به په رسمي ډول مذاکرات پیل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA