د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله دواړو په ارګ ماڼۍ کې وکتل.
د نوموړي په خبره، په دې ناسته کې د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې د راتلونکي په تړاو بحثونه وشول.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې عبدالله عبدالله د تلي میاشتې پر ۱۵مه نېټه هند ته سفر وکړي.
هغه به د دغه څلور ورځني سفر پر مهال د هند له لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.


