له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یاده زېرمه کې ۱۳ میله کلاشینکوفونه، ۱۳ قبضې تفنګچې، پنځه میله بېلابېل ډوله وسلې، پنځه د توغندیو ګولۍ، ۱۳ قبضې لاسي بمونه، ۳۳۵۰۰ ډزه ګولۍ، یو اندازه تجهیزات او نظامي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه وایي، تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په تړاو یې د پولیسو د څېړنو پیلېدو خبر ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


