د کندهار سیمه ییز چارواکي په ارغندا او شاولي کوټ ولسوالیو کې د ماین چاودنونو له کبله د ۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل وسلوالو طالبانو غوښتل په شاولي کوټ او ارغنداب ولسوالیو کي د سړک پر غاړه ماینونه ښخ کړي چي خپلو ماینونو پرې چاودنې کړي دي.
د نوموړي په خبره په شاولي کوټ ولسوالۍ کې څلور او په ارغنداب کي درې وسلهوال د خپلو ماینونو په چاونو کي وژل شوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

