ads

په ننګرهار کې موټر بم برید ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ د موټر بم برید خبر ورکوي.

ذکريا ذکي
12 تله 1399
په ننګرهار کې موټر بم برید ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ د موټر بم برید خبر ورکوي.

د ولايت وياند عطاءالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې ياد موټربم برید نن غرمه مهال دولس بجې او شل دقيقې ترسره شوی دی.

نوموړی وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه ټپيان دي.

خوګياڼی وايي، چې تر چاودنې وروسته يو شمېر بريدګرو غوښتل د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شي؛ خو د امنيتي ځواکونو له لورې يې مخه نیول شوې او ټول بريدګر وژل شوي دي.

د خوګیاڼي په خبره په ټپیانو کې ماشومان، سپین ږیري، مېرمنې او څلور سرتیري شامل دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA