په رسنیو کې د بهرنیو سریالونو خپرېدل د سینما صنعت زیانمن کړی

کابل ښاريان او فلم جوړونکي وايي، انټرنټ ته د خلکو لاسرسی، په رسنيو کې د سريالانو خپرېدل، د ښه محتوا لرونکو افغاني فلمونو نشت، په سينماګانو کې د بهرنيو فلمونو خپرېدل او د سينما په صالونونو ناسم چاپيريال په هېواد کې د ډېر شمېر سينماګانو د بندېدو لامل شوي دي او د خلکو لېوالتيا ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې ده.