ads

زلمي خلیلزاد د افغان دولت مذاکراتي پلاوي له ښځېنه غړو سره لیدلي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د افغان مذاکراتي پلاوي ښځینه غړي د مېرمنو له حقونو څخه دفاع او د روانې جګړې ختمېدل غواړي.

شمس الرحمن شمس
12 تله 1399
زلمي خلیلزاد د افغان دولت مذاکراتي پلاوي له ښځېنه غړو سره لیدلي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د افغان مذاکراتي پلاوي ښځینه غړي د مېرمنو له حقونو څخه دفاع او د روانې جګړې ختمېدل غواړي.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکل چې پرون ناوخته یې د افغان مذاکراتي پلاوي ښځینه غړو فوزیه کوفي، حبیبه ثرابي، فاطمه ګیلاني او شریفې زرمتۍ سره کتلي دي.

خلیلزاد له دوی سرا د افغانستان د راتلونکې په اړه غږېدلی.

ده زیاته کړې د افغان دولت دا مذاکراتي غړي هوډ لري چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان میرمنو له حقونو څخه دفاع او جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د افغان مذاکراتي پلاوی له تېرو درېیو اوونیو راهیسي دوحه کې دی او د دواړو پلاوو د تماس ډلې د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره او اجنډا جوړولو بوخت دي خو تر اوسه په دې برخه کې یوې ګډې هوکړې ته نه دي رسیدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA