د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له افغان سیاسیونو او طالبانو غوښتي چې پر یوه هوکړه سلا وکړي.
خلیلزاد له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره په تېرو څلوېښتو کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځټه شوی او ښکېلې خواووې باید له دغه فرصته ګټه واخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان کې روانه جګړه باید پای ته ورسیږي او دواړه لوري دې ژر مخامخ خبرې پیل کړي.
خلیلزاد دا خبرې داسې مهال کوي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ له درې اونیو راهیسې خبرې روانې دي، خو تر اوسه کومې ګډې هوکړې ته نه دي رسیدلي.
د یادونې وړ ده چې د بین الافغاني خبرو د اجنډا له نهایي کېدو وروسته به د مذاکراتي پلاوو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

