د آذربایجان او ارمنیستان پوځیانو ترمنځ جګړه تر شپږو ورځو اوړي، خو لاهم جګړه نه ده درېدلې تازه د ارمانستان د بهرنیو چارو وزارت د جګړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
د ارمانیستان هېواد د یادې جګړې درېدو لپاره له امریکا، روسیې او فرانسې سره خبرو ته چمتوالی ښودلی .
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرې یکشنبې ورځ جګړه پیل شوې ده چې لاهم په وقفه یي ډول سره دوام لري.
دا جګړه د نګورنوـ قره باغ لانجمنې سیمې په سر رامنځته شوې ده، په نړیواله نقشه کې دا سیمه د آذربایجان په قلم رو کې ده، خو له کلونو راهیسې یې ارمینیایي ټبر اداره کوي.
د یادونې وړ ده چې دواړو هېوادونو تر منځ د دې سیمې پر سر مخکې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو تر منځ هم جګړه شوې وه، چې بالاخره یې تر منځ اوربند شوی، خو د شخړې هواري لپاره کوم جوړ جاړي ته نه وو رسېدلي.
د مینڅک منځګړیتوب ډلې چې فرانسه، امریکا او روسیه یې شریک مشرتوب کوي، د اوربند غوښتنه کړې، خو اذربایجان تر اوسه د احتمالي خبرو لپاره مثبت ځواب نه دی ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

