ads

ډونالډ ټرمپ په کورونا ناروغۍ اخته شوی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ خبر ورکوي چې دی او مېرمن یې ملینا ټرمپ په کورونا ویروس اخته شوي دي.

شمس الرحمن شمس
11 تله 1399
ډونالډ ټرمپ په کورونا ناروغۍ اخته شوی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ خبر ورکوي چې دی او مېرمن یې ملینا ټرمپ په کورونا ویروس اخته شوي دي.

نوموړي نن جمعه پر خپله ټویټر پاڼه ددغه خبر پخلی کړی دی او لیکلي یې دي چې تېره شپه یې د کورونا ویروس معانیات مثبت ثابت شوي دي.

ټرمپ ویلي چې د درملنې په هدف یې ځانونه قرنطین کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په ټوله نړۍ کې له کورونا څخه ډېره ځپل شوې ده او په دغه هېواد کې له ۷ میلیونو څخه ډېر کسان په کورونا وبا اخته شوي او له د۲۰۸زره څخه زیات وګړي ترې قرباني شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې ددې ویروس له کبله له یو میلیون څخه زیاتو وګړو ژوند بایللی دی او ۳۴،۲ میلیونه وګړي پرې ککړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA