دغور ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمعروف رامش وایي وسله والو طالبانو تېره شپه د غور او کابل په لویه لار یو تن ملکي په ډزو وژلی دی.
نوموړی زیاتوي چې وسله والوطالبانو یاد شخص له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژلی دی.
د رامش په خبره له پېښې وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده چې له کبله یې طالبان په شا تمبول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو میاشتو کې د غور او کابل پر لویه لاره وخت نا وخت د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې کېږي چې له کبله یې یاده لار د مسافرو پر مخ تړل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

