ads

زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا برادر سره کتلي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

شمس الرحمن شمس
11 تله 1399
زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا برادر سره کتلي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېر ماښام زلمي خلیلزاد له ملا برادر سره له نږدې وکتل او دواړو لور د دوحې تړون پر عملو کولو ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه ویلي چې په دغه لیدنه کې د بندیانو د خلاصون، د سولې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه هم بحثونه وشول.
دا په داسې حال کې ده چې د څو اونیو په تېرېدو سره لاهم د دواړو خواوو د تماس ډلې د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړنلاره سره نه دي سلا شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA