ads

د ټولنیز امنیت تړون سازمان څخه ارمانستان د افغانستان د غړیتوب لغوه کېدل غوښتي

د ارمانستان حکومت د ټولنیز امنیت تړون سازمان او له دارالنشا څخه غوښتي چې افغانستان د څارونکي په توګه له دغه سازمان څخه لرې کړي.

شمس الرحمن شمس
11 تله 1399
د ټولنیز امنیت تړون سازمان څخه ارمانستان د افغانستان د غړیتوب لغوه کېدل غوښتي

ارمانستان دا غوښتنه وروسته له هغه کوي چې افغان حکومت د نګورنو قره باغ سیمه کې د اذربایجان په ملاتړ څرګندونې وکړې.

نګورنو قرباغ په سیمه د تېرې یکشنبې ورځ راهیسې د اذربایجان او ارمانیستان پوځیانو ترمنځ نښته روانه ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نګورنو قره باغ په اړوند سیمه کې د آرمانیا او آذربایجان تر منځ پر روانو نښتو اندېښنه وښوده او له اذربایجان هېواد څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت وایي د نګورنو قره باغ سیمه په نړیواله کچه د آذربایجان د یوې برخې په توګه پېژندل شوې او په دې اړه د آذربایجان، نړۍ او د نورو هېوادونو د خلکو او حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

نګورنو قره باغ سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه جنجالې موضوع ده چې کلونه کېږي هلته ارمني ځواکونو حاکم دي او آذربایجان ترې غواړي چې د دوی خاوره پریږدي او که نه جګړه به همداسې دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA