ads

حسام الدین شمس د بادغېس ولایت نوی والي ټاکل شوی

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بادغېس ولایت ته د حسام الدین شمس د نوي والي په توګه د ټاکل کېدو د خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
11 تله 1399
حسام الدین شمس د بادغېس ولایت نوی والي ټاکل شوی

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره بادغېس ولایت ته د حسام الدین شمس د نوي والي په توګه د ټاکل کېدو د خبر ورکوي.

د بادغېس ولایت د والي ویاند نجم الدین برهاني هم د دې خبر پخلی کوي خو وایي چې نوی والي به د شنبې ورځ د میزان میاشتې په (۱۲) مه نېټه خپله رسمې دنده پیل کړي.

برهاني وایي چې حسام الدین له دې وړاندې د راډیو ټلوېزیون امر او د انجیل ولسوال په صفت دنده مخ ته وړه.

د ویل ده چې تر ده وړاندې جمعه ګل همت د دې ولایت لپاره د والي په صفت ټاکل شوی و چې په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازو او ولایتي شورا غړو لخوا ورته د فعالیت اجازه ورنکړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA