د ملي مصالحې عالي شورا وایي د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پر کړنلاره او طرزالعمل اختلافي ټکي د حل وړ دي.
د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، داسې نه ده چې، اختلافي ټکي حل نه لري بلکې بهتره ده چې دواړه لوري یو بل ته په ځینو برخو کې تېر شي او پر یوې ګډې نقطې توافق وکړي.
بل لور ته په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وایي چې دا یوه اوږده پروسه ده او وخت ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دې خبرو منځګړیتوب ته چمتوالی ښودلی دی او د دې لپاره یې خپل استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته لېږلی څو د بین الافغاني خبرو ژر پیل کې منځګړیتوب وکړي.
خلیلزاد داسې مهال دوحې ته سفر کړی چې له درې اونیو راهیسې د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره او طرزالعمل بحثونه او خبرې روانې دي، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

