د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، نن سهار مهال د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکي موټر له فلانکوچ موټر سره ټکر کړی دی.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي چې په وژل شوو او ټپیانو کې مېرمنې هم شاملې دي.
فرهاد وایي، د دوو تنو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سړکونو خرابوالی او د موټرونو تېز تګ د داسې پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.