د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل، مړ شوی کس خپله ماین انتقالوونکی او پاتې ټپیان ملکي خلک دي.
د عادل په وینا، نوموړي کس یاد بم د زرنج په وسیله له یوې سیمې بلې ته لېږداوه، چې پولیسو ته له نېږدې کېدو وروسته یې چاودنه ورکړې ده.
نوموړی زياتوي، ټپيان د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.