نوموړي درې ورځې وړاندې اسلام اباد ته سفر کړی و.
د سرچینې په وینا، هغه د دغه سفر پر مهال د پاکستان له صدراعظم عمران خان، جمهور رییس عارف علوي، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د مصالحې شورا مشر په یاد سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخېدو خبرې وکړې.
پاکستاني چارواکو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې په بشپړه توګه د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او هدف یې په افغانستان کې د روانې جګړې پایته رسېدل او د ثبات ټینګېدل دي.
ډاکتر عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې د دغه سفر هدف یې له اسلام اباد سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل دي.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ په برخه کې پوره مرسته وکړي.