ads

پوتین او مکرون په کره باغ کې د جګړې درېدو غوښتنه وکړه

د رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې او فرانسې جمهور ریسانو په ټلیفوني خبرو کې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ په رامنځته شوو نښتو خواشیني څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره نښتې ودروي.

محمدخان بریال
10 تله 1399
پوتین او مکرون په کره باغ کې د جګړې درېدو غوښتنه وکړه

دواړو مشرانو په په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
هغه اعلامیه چې د کرملېن له لوري خپره شوې، پکې راغلي چې پوتین او مکرون په ټلیفوني خبرو کې د خبرو له لارې د رامنځته شوو شخړو د حل غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ په رامنځته شوو نښتو کې تر دې دمه سلګونه کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې شوې دي.
اذربایجاني چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، تر هغه چې ارمنستان خپل سرتېري له کره باغ سیمې ونه باسي، دوی به له جګړې لاس وانه خلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA