ads

د کورونا ۱۷ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۲۶۸تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
10 تله 1399
د کورونا ۱۷ نورې پېښې ثبت شوې

له دغه وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا څوک نه دي مړه شوي او ۵۳نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۵۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۸۴۲ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA