د کلید راډیو مسولې خالدې تحسین په همدې هدف د پنجشنبې په ورځ جوړې شوې ناستې ته وویل، د کویډ ۱۹ پر مهال ډېرو رسنیو خپل کار ته دوام ورکړ، خو ډېرې رسنۍ او خبریالان له مالي ستونزو او بې کارۍ سره مخامخ شول.
نوموړې له دولت او ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د رسنیو لاسنیوي وکړي، د هغوی د کارمندانو مالیه وانه خلي او د رسنیو برېښنا رهایشي شي، څو بیرته خپل مالي ثبات تر لاسه کړي.
په ورته وخت کې افغان حکومت د رسنیو د هر ډول غوښتنو پوره کېدو ته ځان ژمن بولي.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین شیوا شرک په دې ناسته کې وویل، دغه وزارت به په ټول توان د خبریالانو او رسنیو له حقونو دفاع وکړي.
رسنۍ پر داسې مهال یادې ستونزې یادوي چې کورونا ویرس په افغانستان کې د ډېرو رسنیو او خبریالانو د کاري فعالیتونو درېدو لامل شو.


