ads

د حکومت او طالبانو وژل شوو غړو ته د شهید کلمه لیکل کېږي

اختر محمد چې په ترينکوټ ښار کې د قبرونو سر ته لیکنې کوي وايي، په جګړه کې د ټولو وژل شوو کسانو د قبرونو سرته د شهيد کليمه ليکي.

احسان الله ولسمل
10 تله 1399
د حکومت او طالبانو وژل شوو غړو ته د شهید کلمه لیکل کېږي
هغه څرګندوي، ډېر ځله داسې ورباندې راغلي چې د يوې کورنۍ دوه غړې يو په حکومت کې او بل يې په طالبانو کې وژل شوي وي، خو د کورنۍ نور غړي يې غوښتنه کوي چې د دواړو وژل شوو کسانو د قبرونو سرته د شهيدانو کليمه وليکي.
«ډېر ځله د يوې کورنۍ داسې غړي ماته راغلي چې يو ورور يې د وسله والو طالبانو او بل ورور يې د افغان پوځيانو په ليکو کې وژل شوي، خو د کورنۍ نور غړي يې راځي او ماته وايي چې زموږ دواړو وژل شووه وروڼو دقبر سر ته د شهيد کليمه وليکه.»
په مرکز ترينکوټ خيرو کاریز کې په يوه سيمه کې هدېره چې د شهيدانو په نوم يادېږي، ډېر داسې وژل شوي کسان پکي خښ دي چې په افغانستان کې د روانې جګړې قرباني شوي دي.
يادې هديرې ته چې هره ورځ د وژل شوو کسانو د کورنۍ داسې غړي راځې چې یو ورور یې په طالبانو او بل یې په افغان سرتېرو کې ژول شوي وي.
«دغه يو ورور مې د افغان ځواکونو په ليکو کې و او دغه بل ورور مې بیا د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعالیت کاوه. دواړه يو د بل پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي دي.»
په دې هدیره کې مو داسې مور هم پیدا کړه چې په روانه جګړه کې یې ور پاتې یو زوی هم له لاسه ورکړی دی.
دغه مور وايي، په جګړه کې د دواړو لورو وژل شوي کسان شهيدان دی او په افغانستان کې جګړه په هېڅ ډول د منلو نه ده.
«یو دانه زوی مې راپاته و، دوه زامن مې مخکي وژل شوي وو. دا زوی مې له افغان ځواکونو سره دنده درلوده، خو وسله والو طالبانو راشهيد کړ.»
د افغانستان ترڅنګ د نړۍ ديني عالمانو هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې دغه جګړه پاي ته ورسوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA