ads

د حزب اسلامي پلویانو د ډاکتر نجیب د تلین لمانځلو مخه ونیوله

د اسلامي حزب یو شمېر پلویان په کابل ښار کې د لویې جرګې مخته راټول شول او د ډاکتر نجیب د تلین لمانځلو د مخنیوي غوښتونکي شول.

محمدخان بریال
10 تله 1399
د حزب اسلامي پلویانو د ډاکتر نجیب د تلین لمانځلو مخه ونیوله

دوی په دې اعتراضیه غونډه کې د نجیب الله د تلین له لمانځنې سره مخالفت وښود او یې ویل چې هېچاته به د دغه کار د ترسره کولو اجازه ورنه کړي.
د عرفاني په نوم یو لاریون کوونکي کلید ته وویل، هغه تن چې د دوه میلیونه وګړو په وژنه کې یې لاس درلود، د هغه تلین لمانځل د افغانستان د خلکو په حق کې ستر جفا ده.
اعتراض کوونکو د خلکو پر مخ هم عمومي لارې تړلې وې او هېوادوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
ټاکل شوې چې د لویې جرګې په خېمه کې د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکتر نجیب الله تلین ولمانځل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA