تازه نن سهار د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د جمهوريت په څلور لارې کې د پولیس منسوبينو په موټر کې د ځای پر ځای شوي چسپکي ماين چاودنې له امله د پولیسو دوه منسوبين ټپيان شوي دي.
کابل ښاريان او د چارو شنوونکي بيا پولیس پر ناغېړۍ تورنوي او زي اتوي، دوی ان نهشي کولی د خپلو موټرو او ځان امنيت هم خوندي کړي.
کابل ښاريان وايي، د پولیسو نه پاملرنې له امله چسپکي ماينونه د دوی په موټر کې ځای پر ځای کېږي او له امله یې بيا ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي.
دوی ټينګار کوي، امنيتي بنسټونه بايد د چسپکي ماينونو ځای پر ځای کېدو د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي.
باسط کليد ته وويل:
«په دې وروستيو کې جنايي جرمونه خپل اوج رسېدلي او مسوولين ورته هېڅ کومه پاملرنه نهکوي، خو اوس د دې ستونزې سربېره بله اندېښنه دا ده چې ډېری چسپکي ماينونه د پولیسو په موټر کې ځای پر ځای کېږي، دوی ان نشي کولی خپل امنيت هم خوندي کړي، تمه لرو چې دې ستونزې ته دې پام وکړي او امنيت ټينګښت لپاره دې هڅې وکړي.»
په ورته وخت د پوځي چارو کارپوهان بيا وايي، د پولیسو ډېری منسوبين او افسران په فساد کې ښکېل دي او دوی نهشي کولی نه د خپل ځان او نه هم د ښاريانو امنيت ټينګ کړي.
پوځي کارپوه ګلاجان ساپی وايي، د حکومت له لوري د کورنيو چارو وزارت ټول صلاحيتونه صلب شوي، اوس ياد وزارت پر يوه بېصلاحيته بنسټ بدل شوی او همدا د ناامنيو يو لامل په ګوته کېدای شي.
نوموړي زياته کړه، د وضعيت کابو کولو په هدف دې وړ، با مسووليته او تجربه لروونکي منسوبين په دندو وګمارل شي.
ساپي کليد ته وويل:
«اوس ټول پولیس او منسوبين په فساد اخته دي، هېڅ څوک د خلکو امنيت ته پام نهکوي، ټول د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي، وزارت چې بايد د امنيت ټينګښت په برخه کې هڅې وکړي، اوس پر يو بېصلاحيته بنسټ بدل شوی او ان نهشي کولی د يوې ولسوالۍ قوماندان تبديل کړي.»
کابل امنيه قومانداني په دې برخه شته اندېښنې مني، خو زياتوي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست ټولو منسوبينو او افسرانو ته هدايت ورکړی چې هرکله د پولیسو موټر په کوم ځای کې د موټر چلوونکي يا مسوول کس شتون پرته ولاړ وي، موټر چلوونکی او مسوول کس استجوابېږي.
د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز له کليد سره په خبرو کې وويل، هر کله چې د پولیسو موټر د چسپکي ماين هدف وګرځي، مسوول کس که ټپي وي، له روغېدو وروسته ځواب ويوونکی دی او ترې څېړنې کېږي.
نوموړي زياته کړه، د پولیسو په موټرو کې د چسپکي ماينونو د ځای پر ځای کېدو د مخنيوي په برخه کې مشخص پلانونه په پام کې لري.
فرامرز کليد ته وويل:
«موږ دا ستونزه منو په همدې اساس د کورنيو چارو وزارت سرپرست ټولو منسوبينو او افسرانو ته هدايت ورکړ چې هرکله د پولیسو موټر په کوم ځای کې د موټر چلوونکي يا مسوول کس شتون پرته ولاړ وي، موټر چلوونکی او مسوول کس به استجواب شي، او بله مسله دا ده چې هر کله په يوه رنجر موټر کې ځای پر ځای شوی وي او چاودنه وکړي، که افسر يا مسوول کس یې ټپي هم وي له روغېدو وروسته ترې څېړنې کېږي او قضيه یې عدلي ارګانونو ته لېږدول کېږي.»
که څه هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د چسپکي ماينونو او نورو جنايي جرمونو په تړاو د ښاريانو اندېښنې زياتې شوي، خو د امنيه قوماندانۍ شمېرې بيا ښيي چې په تېرې يوې مياشت کې د ۱۸ چسپکي او ځای پر ځای شويو ماينونو له چاودېدو مخنیوی شوی او د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۷۹تنه نيول شوي دي.