د دغه پلاوي غړی او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سید احمد سېلاب وایي، کله چې دوی سیمې ته تللي، هېڅ سېلاب ځپلي ته مرسته شوي توکي نه دې رسېدلي او ټول شخصي جېبونه ته اچول شوي دي.
د ده په خبره، هغه چا چې واسطه درلوده، تر پنځه ځله یې ډېره مرسته تر لاسه کړې او هغه کسان چې بې واسطې وو، له مرسته شوو توکو بې برخې پاتې شوي دي.
بلخوا، د پروان سیمهییز چارواکي بیا د ولسي جرګې د پلاوي دغه ادعاوې ردوي.
د دغه ولایت د والي ویاندې وحیدې شهکار کلید ته وویل، یاد توکي د زیان منو شوو کسانو لپاره ځای پر ځای شوي وو او پر یادو کسانو یې د وېشل لړۍ روانه وه.
د دې په وینا، هلته کوم پټ ګدام نه و او د حقیقت موندونکي پلاوي له لوري پیدا شوي توکي د کاري قوانینو په رڼا کې پر سېلاب ځپلو کسانو وېشل کېدل.
دغه ادعاوې پر داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې په پروان ولایت کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرسته شوو توکو د وېش په برخه کې د درغلیو راپورونه ورکړل شول.