ads

ډونالډ ټرمپ: که په ټاکنو کې بریالی نه شوم، پایلې یې نه منم

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ وایي، که په راتلونکو ټاکنو کې بریا خپله نه کړې، پایلې یې نه مني او د دغه هېواد سترې محکمې ته به مراجعه وکړي.

محمدخان بریال
9 تله 1399
ډونالډ ټرمپ: که په ټاکنو کې بریالی نه شوم، پایلې یې نه منم

پرون د امریکا په اوهایو کې د دوو مخکښو نوماندانو جوبایډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټاکنیزه مناظره وشوه.
دا په امریکا کې د مخکښو نوماندانو ترمنځ لومړنۍ مناظره وه چې له سپکو سپورو او یو بل ته له سپکاوي کولو ډکه وه.
په مناظره کې تر ډېره د امریکا داخلي مسایل مطرح وو او پر نړیوالو مسایلو بحث و نه شو.
ټرمپ وویل دیموکراتان په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ پلان لري نو له همدې امله به هغه پایلې و نه مني چې دده پر زیان وي.
جوبایډن بیا وویل چې ټرمپ هسې خلک له ټاکنو زړه توري کوي او له ولس یې وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د ټرمپ حکومت ته د پای ټکی کېږدي.
بلخوا ټرمپ بیا د جوبایډن زوی له روسیې سره په اړیکه لرلو تورن کړ، خو بایډن یې په مقابل کې وویل، چې ټرمپ د پوتین د لاس روزل شوی سپی دی او د هغه فرمایشات عملي کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA