ads

په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شول

د کابل امنیتي چارواکي د ۱۱ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ماین چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
9 تله 1399
په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شول

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پېښه نن سهار اووه بجې او ۲۰ دقیقې د ۱۱مې امنیتي حوزې د جمهوریت له څلور لارې سره رامنځته شوې ده.
د ده په وینا، په یاده سیمه کې یو فورډ موټر د مقناطیسي ماین ښکار شوی چې په پایله کې یې دوه نظامي منسوبین سطحي ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA