ads

عمران خان: د افغانستان سوله د پاکستان د سترې بریا لامل کېږي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغان سولې په تړاو د هر اړخیز ملاتړ خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د سترې بریا لامل کېږي.

محمدخان بریال
9 تله 1399
عمران خان: د افغانستان سوله د پاکستان د سترې بریا لامل کېږي

د ده په وینا، د افغانانو سوله د اسلام اباد لپاره ډېرې اقتصادي ګټې لري.
عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او تلپاتې اوربند ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې اوسنۍ جګړه تر ټولو ناوړه سناریو ده.
هغه پخپلو خبرو کې دا هم ویلي چې تر اوسه یې افغانستان ته سفر نه دی کړی او کابل ته یې د راتګ هیله څرګنده کړې ده.
بلخوا، د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې ویلي چې پاکستان ته یې د سفر هدف له دغه هېواد سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل دي.
د عبدالله په خبره، افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده ښودلې او تمه لري چې مقابل لوری هم له جګړې لاس واخلي، څو تلپاتې اوربند ته زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده چې عبدالله دوې ورځې وړاندې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې نن بیرته هېواد ته راستون شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA