د سرچینې په وینا، علوي په دې لیدنه کې ویلي چې پاکستان په هر اړخیز ډول د افغانستان د سولې ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، هېواد یې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل او د ثبات د ټینګښت غوښتونکی دی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم پخپلو خبرو کې څرګنده کړې چې دا مهال له روانو ستونزو څخه د راوتلو یو استثنایي فرصت برابر شوی او په ورته وخت کې یې سولې ته د افغانستان د رسېدو لپار د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ښاغلی عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په درېیمه او وروستۍ ورځ د هغه هېواد له دیني عالمانو سره هم وګوري.
نوموړي تر دې دمخه د پاکستان له صدراعظم عمران خان، لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.


