له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا څوک نه دي مړه شوي او ۴۳نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۵۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۷۸۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


