د دغه ولایت د والي ویاند نیک محمد نظري کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ پر مختلفو برخو پراخه بریدونه وکړل چې د افغان سرتیرو له لوري په شاه وتمبول شول.
د ده په خبره، په یادو نښتو کې تر ۱۵ ډېرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
نظري زیاتوي چې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ په رامنځته شوې جګړه کې د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر ضیایي او دوه نور سیمهییز پولیس هم وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي که څه هم دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


