ads

د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په نښتو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ارمنستان او اذربایجان د سرتېرو تر منځ د نښتو په پایله کې تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون ۱۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
9 تله 1399
د ارمنستان او اذربایجان تر منځ په نښتو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي

د دواړو لورو تر منځ د کره باغ په سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې نښتې روانې دي او د سختو جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.
د کره باغ سیمې چارواکو ویلي، د یادو نښتو په پایله کې له تېرې ورځې راهیسې ۸۷ نظامیان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د ارمنستان پوځ په دغو نښتو کې د اذربایجان د پوځ مرګ ژوبله ۴۰۰ تنه اعلان کړې ده، خو اذربایجان په یادو نښتو کې د خپلو اوو سرتیرو وژل کېدل منلي دي.
ارمنستاني چارواکو ادعا کړې چې په کره باغ سیمه کې د جګړې پر مهال د ترکیې یوې جیټ الوتکې د دوی یوه جنګي الوتکه غورځولې ده.
ترکیه- چې په دغه شخړه کې د اذربایجان ملاتړ کوي- د ارمنستان د الوتکې وېشتل ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA