د هغه پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې د دغه سفر پر مهال به د افغانانو په مشرۍ پر افغان سوله، سوداګرۍ او سیمهییز اتصال له دواړو لورو سره خبرې وکړي.
د ده په وینا، نړیواله ټولنه د افغان سولې پروسه له نېږدې څاري او تمه لري چې د افغانانو تر منځ د پیل شوو مذاکراتو پایله په هېواد کې د تلپاتې اوربند لامل شي.
خلیلزاد پر داسې مهال بیرته دوحې ته سفر کوي چې له دوو اونیو تېرېدو وروسته لاهم د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي د خبرو پر کړنلاره نه دي سلاح شوي.
دواړې خواوې ډاډ ورکوي چې په دې برخه کې د اختلافي مواردو په تړاو د دوی خبرې روانې دي او ژر به پر یوې کړنلارې هوکړې ته ورسېږي.
ټاکل شوې چې د مذاکراتو پر کړنلارې تر هوکړې وروسته د دواړو لورو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.


