ads

افغانستان ته د ورکړل شوو ۹۶۴ ملي بسونو نامعلوم برخلیک

د کلید ګروپ موندنې ښيي چې په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د ۲۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۹۶۴ عرادې ملي بسونو مرسته شوې چې له دې څخه اوسمهال یوازې ۲۲۵ عرادې فعال پاتې دي.

فضل هادي حمیدي
8 تله 1399
افغانستان ته د ورکړل شوو ۹۶۴ ملي بسونو نامعلوم برخلیک
د کلید ګروپ د معلوماتو پربنسټ، له دغو ۹۶۴ عرادې ملي بسونو څخه شل سلنه یې په بشپړه توګه له منځه تللي دي او پاتې نور یې د بودیجې د نشت له کبله له تېرو لسو کلونو راهیسې نه دي ترمیم شوي او د عوارضو له امله ولاړ دي.
د کلیدګروپ معلومات په ډاګه کوي چې له افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو له خوا مرسته شوي ملي بسونه له ۸۲۰۰ ډالرو څخه تر ۶۸ زره ډالرو پورې حساب شوي دي.
بلخوا دغه معلومات څرګندوي چې له تېر یوه کال راهیسې د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملي بسونو لپاره تم ځایونه جوړ شوي؛ خو له ګټې اخیستنې پرته اوسمهال ځینې یې بېرته د تخریب په حال کې دي.
په داسې حال کې چې کابل ښاریان په ښارکې له یو ځای څخه بل ځای ته د تګ راتګ پرمهال په ځانګړې توګه سهار او ماښام د ترانسپورت له جدي کمښت سره مخ دي او یا شخصي ترانسپورتي وسایط ترې د اړتیا پرمهال دوه او آن درې چنده کرایه اخلي؛ خو د ملي بس تصدي وایي، سلګونه عراده ملي بسونه د بودیجې او تخنیکي وړتیاو د نشت له کبله له فعالیت څخه پاتې دي.
د ملي بس دتصدۍ ريیس محمدیونس امیري وایي، دغه تصدي ۱۰۴۹ عرادې ملي بسونه په واک کې لري چې له دغو څخه ۹۶۴ یې یوازې په تېرو دوه لسیزو کې له افغانستان سره مرسته شوي دي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال له دغو ملي بسونو څخه یوازې ۲۲۵ عرادې فعال دي: «اوس موږ ۱۰۵ عرادې ملي بسونه په مرکز او ۱۲۰ عرادې په ولایتونو کې لرو. دا هغه وسایط دي چې له بدلون وروسته په تېرو دوه لسیزو کې مرسته شوي، خو له دغو څخه هم ۲۰ سلنه یې په بشپړه توګه د جګړو او یا نورو لاملونو له کبله له منځه تللي، پاتې ۸۰ سلنه یې د ترمیم وړ دي او دا شمېر له تېرو ۱۰ کلونو همداسې پاتې دی.»
یاد ملي بسونه چې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره مرسته کړې، هر یو یې له ۸۲۰۰ ډالرو څخه تر ۶۸ زره ډالرو پورې په افغانستان حساب شوی دی.
د ملي بس د تصدۍ رییس محمدیونس امیري وایي، یو هغه ملي بسونه دي چې مرسته کوونکو هېوادونو یې بیه معلومه کړې او بیا یې افغانستان ته ورکړي او بل هغه بسونه دي چې له بیې معلومولو پرته مرسته شوي او هغه بیا د تصدۍ د عالي شورا له خوا یې بیه ټاکل شوې ده.
امیري وایي: «د بېلګې په توګه د هند د بسونو یادونه کولای شو، د هند هېواد چې مرسته کړې، لوی ۱۳۱۳ ډوله ټاټا بس یو دانه په ۳۲ زره او ۵ سوه ډالرو حساب شوی. یا کاسټر سایز ټاټا بسونه چې ۲۸ او ۳۰ سېټونه لري، یو دانه په ۱۶ زره او ۵ سوه ډالر حساب شوي، چې هند هېواد د څلورو سوو لویو بسونو او ۲۷۳ کوچنیو بسونو مرسته کړې ده.»
د یادونې وړ ده چې د جاپاني، پاکستاني او ایټالیایي بسونو بیې په افغانستان کې د تصدۍ د عالي شورا له خوا ۸ زره ۲۱۶ ډالر ټاکل شوې دي، خو د ایران هېواد د  شهاب خود رو په نامه د ۵۰ بسونو مرسته کړې چې هر یو یې په ۶۸ زره ډالر په افغانستان حساب شوی دی.
 دا بسونه ولې نه دي ترمیم شوي؟
د ملي بس تصدۍ مشر وایي، هغه وخت سیستم او سړکونو ډېرې ستونزې درلودې چې دغه ملي بسونه ژر تخریب شول، خو اوس د تخنیکي وړتیا او مالي امکاناتو د نشت له کبله د یادو بسونو ترمیم ځنډېدلی دی: «یوازې وسایط له ډېرو کمو پروزو سره مرسته وشوه، هغه وخت دلته سړکونه خراب وو، ورکشاپ مو نه درلود او د هغه د ترمیم وړتیا مو هم نه درلوده؛ نو ځکه ژر تخریب شول. د تخصص او تخنیکي وړتیا او مالي امکاناتو د نشت له کبله دغه بسونه ژر تخریب شول.»
د ملي بس تصدۍ مسوولین وایي، د هند مرسته کړي بسونه بیا ترمیموي او اوس د هغو هندي ۳۵۰ عرادې بسونو د ترمیم لپاره د اړتیا وړ ۶۰ سلنه پرزه را رسېدلې او پاتې یې هم رالېږدوي؛ خو نور مرسته کوونکي هېوادونه وایي، دوی یو ځل مرسته کړې او بیا یې د ترمیم لپاره کومه ژمنه نه شي کولای.
د شته ملي بسونو فعالیت څومره معیاري او اصولي دی؟
د ملي بس د تصدۍ مسوولین مني چې خدمتونه یې سل فیصده معیاري نه دي، خو وایي، خلک هم ستونزې لري او باید د دوی د فعالیتونو په معیاري کولو کې ښاریان هم مرسته وکړي.
محمدیونس امیري وایي، که په ملي بسونو او د دوی په فعالیتونو کې ستونزې شته، خو خلک هم له ملي بسونو څخه د ګټې اخیستنې پرمهال اصول نه مراعاتوي.
د ملي بسونو د فعالیت په برخه کې له حده د ډېرې سورلۍ په لیږدولو نیوکې کېږي، خو امیري وایي، خلک باید له حده ډېر ملي بس ته ونه خېژي او په تمه شي چې دویم موټر ورته ورسېږي: «زه منم چې په افغانستان کې د نورو سکټورونو په څېر زموږ خدمات هم سل فیصده معیاري نه دي، خو لږ غنم لانده دي او لږ ژرنده پڅه ده. موږ چې کومه څارنه کړې، په دوو وختونو سهار او مازیګر کې خلک له حده ډېر ملي بس ته خېژي، څو خپلو کارونو یا کورونو ته ورسېږي؛ نو دا د خلکو ستونزه ده او موږ د ملي بس له موټرچلوونکي څخه د پېرې حساب اخلو او د هر لین پېرې د ورځې معلومې دي.»
د ملي بس د تصدۍ مسوولین وایي، که دوی غواړي چې د ملي بسونو فعالیت معیاري کړي، نو له یو لړ خنډونو سره مخ کېږي.
د امیري په خبره، که غواړي چې زېربنا لکه تم ځای، سړک او داسې نور جوړ کړي، نو د ځمکو له کمښت سره مخ دي او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو لپاره بیا د سواد کچې ټیټوالی یو لوی خنډ دی: «که موږ غواړو چې زیربنا لکه د حرکت کرښه، تم ځای او ستیشن جوړ کړو، نو ځمکه نشته، که غواړو چې د کارکوونکو وړتیا لوړه کړو، نو په دې اړه هند هېواد راسره مرسته کوي. هغه څوک لکه موټرچلوونکي، مستریان، د موټر کلینر یا نګران او داسې نور د استاد شاګردۍ په سیستم روزل شوي؛ نو که وغواړو چې دا بهر ته د روزنې لپاره ولېږو، نو اړتیا ده چې یا د هغه هېواد ژبه او یا یوه نړیواله ژبه یې زده وي؛ چې دا کار هم ناشونی دی. ځکه دا کسان تر ډېره یا هېڅ سواد نه لري او یا ډېر کم سواد لري.»
خو د کابل ښاروالي بیا وایي، په ښار کې د تم ځایونو جوړول د دوی دنده ده او دوی دا کار کړی، خو لاهم ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی وایي، شاوخوا یو کال وړاندې لسګونه تم ځایونه د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شول؛ خو لاهم ترې ګټه نه اخیستل کېږي او یو شمېر یې بېرته یوه اندازه تخریب شوي هم دي: «۲۶۴ تم ځایونه د کابل په ۲۲ ناحیو کې موږ جوړې کړي، خو لاهم بسونه نه دي چمتو شوي چې ترې ګټه واخیستل شي. ښاري فرهنګ هم کمزوری دی، دغه تم ځایونه ځینې یې بېرته تر یوه بریده تخریب هم شول؛ خو موږ داسې وکړل چې د دغو تم ځایونو غرفې مو خصوصي سکتور ته ورکړې چې هلته دوکان پکې جوړ کړي. په دې شرط چې د تم ځای ساتنه به هم کوي.»
د ملي بسونو د فعالیت پر وړاندې خنډونه:
د ملي بس تصدۍ مسوولین وایي، چې په کابل ښار کې د ملي بسونو د فعالیت پر وړاندې یو لړ خنډونه هم شته دي.
د ملي بس د تصدۍ مشر یونس امیري وایي، د ملي بسونو د تم ځایونو او حرکت د کرښې نشت له کبله ملي بسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي، د نړیوالو اصولو او معیارونو پربنسټ، ملي بسونه باید د تېزرفتارو موټرونو له کرښې جلا د سړک په یوه څنډه کې د تګ او راتګ کرښه ولري چې په کابل کې دغه د څنډې سړک یا پارکېنګ جوړ شوی او یا هم کراچیو او ګرځنده پلورونکو بند کړی دی: «که د نړیوالو اصولو سره سم ملي بس د یوې څنډې په سړک حرکت وکړي، نو هغه سړکونه پارکېنګ شوي او که دا پارک شوي موټر لرې کوو، نو هغه هم یوه اړتیا ده چې د دوکاندار یا پیرودونکي دي نو هغه ته هم باید پارکېنګ جوړ شي چې د پارکینګ د جوړولو لپاره بیا د ځمکې ستونزه ده، په ځینو سیمو کې دغه د څنډې سړک بیا ګرځنده پلورونکو یا کراچیو بند کړی چې هغه هم په لسګونو زره او ان سلګونه زره کسان دي، چې د هغوی د کار په اړه هم باید فکر وشي. نو دا هغه ستونزه ده چې بنسټیز حل یې وخت او امکانات غواړي.»
خو کابل ښاروالي له جزییاتو ورکولو او د اسنادو له شریکولو پرته وایي، دوی داسې اسناد ترلاسه کړي چې کابل ښار کې د کراچیو په ډېرېدو او سړک پرسر په درولو کې لویه مافیا لاس لري او له دغو څخه په ورځنۍ توګه ډېرې پیسې ترلاسه کوي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی وایي: «ولې کراچۍ په کابل کې یوه دایمي خبره ده، دا کراچۍ تر ډېره د مشرانو او زورواکو دي، چې هر یو په سلګونو کراچۍ لري او هره ورځ ترې لسګونه زره افغانۍ ترلاسه کوي. موږ یې په اړه اسناد لرو او ژر به دغه کسان هم څارنوالۍ ته ور وپېژنو او هم به یې افشا کړو.»
خو د زیربنا د نشت او سړکونو د ستونزو په اړه کابل ښاروالي هم مني چې په دې برخه کې دوی پاتې راغلي، خو وایي، علت یې د کابل ښار د ډېرې برخې غیرپلاني والی دی.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزی وایي، کابل ښار له څلورو درې برخې یې غیرپلاني دي، نو دا خو ناشونې ده چې د ښار درې برخې له دې کبله چې پلاني نه دي، ویجاړې کړل شي: «کابل ښار ۷۳٪ غیرپلاني دي. هغه په دې مانا چې هلته نه ښاري خدمتونه شته، نه یې سړکونه معیاري دي، نه یې ودانۍ معیاري دي، نه شنه سیمه لري؛ نو کله چې موږ له داسې غیرپلاني ښار سره مخ وو، هېڅوک نه شي کولای چې ۷۳٪ ښار ویجاړ کړي، دا زه هم منم چې ځینې سړکونه غیرمعیاري دي خو هلته کورونه جوړ شوي او هغه ټول خو نه شو ویجاړولای.»
خو د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس بیا هم ټینګار کوي چې له ستونزو سره سره د کابل ښار سړکونه د ملي بسونو د فعالیت لپاره چمتو دي او په وینا یې هغه ستونزې یې هم د وخت په تېرېدو سره حل کېدای شي چې د ملي بسونو د فعالیت پروړاندې خنډ وي:« د کابل سړکونه ستونزې لري خو بیا هم د ملي بسونو د فعالیت لپاره چمتو دي او هغه وړې وړې ستونزې په یې هم د وخت په تیرېدو سره حل شي.»
د ملي بس د تصدۍ مشر د شخصي وسایطو ګڼه ګوڼه او له چوکاټ او اصولو پرته فعالیت هم د ملي بسونو د فعالیت پر وړاندې یو خنډ ګڼي.
یونس امیري وایي، هغه شخصي واړه او لوی بسونه چې په ښار کې فعالیت کوي، نه ښاري او ترافیکي اصول مراعاتوي او نه هم په خپله یاد بسونه معیاري دي.
نوموړی وایي، د دغو غیرمعیاري بسونو فعالیت مسافر له ستونزو او آن له خطر سره مخ کړي دي: «دغه شخصي وسایط باید معیاري شي، دا ټول لوی او واړه بسونه غیرمعیاري دي، که د کاسټر یا تونس او یا مارسیډیز له وروستي سېټ څخه څوک ښکته کېږي نو باید د مخې د سېټونو مسافر هم ښکته شي او د مصوونیت له پلوه هم معیاري نه دي. که د کاسټر په دروازه کې اور ولګېږي، یا ترافیکي حادثه وکړي او دروازه یې بنده پاتې شي، نو مسافر له کومې لارې باید له موټر څخه ښکته کړل شي.»
د ترانسپورت وزارت وایي، شاوخوا ۲۰ خصوصي ترانسپورتي شرکتونو ته په کابل کې د کړنلارو او مقررو سره سم او د رسمي پړاونو له طی کولو وروسته د فعالیت جواز ورکړل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ د کلید د دغو پوښتنو په اړه چې په کابل کې د خصوصي سکتور بسونه په ښاري معیارونو برابر دي چې فعالیت کوي او دوی د دغو بسونو د فعالیت لپاره کومه مقرره لري او کنه، له جزییاتو ورکولو پرته وویل، چې د خصوصي شرکتونو فعالیت د ترانسپورت وزارت او ترافیکو له خوا کنترولېږي: «خصوصي ترانسپورتي شرکتونو د فعالیت جواز اخیستي، هېڅ مشکل نشته. ترانسپورت وزارت هغه کنترولوي، خو یوه لویه ستونزه د تېز رفتارو وسایطو خپل سری فعالیت دی، خو اوس د ترانسپورت وزارت نوې رهبري د دې ستونزې د حل لپاره هم کار کوي چې یوه حل لاره ورته پیدا کړي.»
د ملي بسونو د چلوونکو شکایت:
د ملي بسونو یوشمېر چلوونکي وایي، معاش او نور امتیازات یې کم دي، اضافه کاري نه ورکول کېږي، خو مسوولیت او کار یې بیا ډېر دی.
د ملي بس یو تن چلوونکی چې د خپل نوم له ښوودلو ډ ډه کوي وایي، ۵۰۰۰ زره معاش ورکوي او په یوه پېره واړو ملي بسونو ته دوه لېتره تېل چې هغه هم بسنه نه کوي او تر ډېره د موټر عوارض هم په شخصي لګښت جوړوي: «پنځه زره معاش راکوي، د ورځې له ۶ د ماښام تر ۷ بجو کار کوو. اضافه کاري نه لرو، د ډوډۍ پیسې نه لرو، د لارې کرایه نه لرو، د موټر پروزې څوک نه راکوي وایي په خپله یې جوړ کړئ. موټر مو چې خراب شي، که نه د ورځو غیرحاضرېږو او که ورځو وایي موټر مو په خپله جوړ کړی. په پېره دوه لیتره تېل راکوي، خو موټر ۵ لېتره خوري. بیا وایي چې موټر مو سټنډرډ کړئ، خو موږ ته څوک پیسې نه راکوي چې موټر جوړ کړو.»
د ملي بس د تصدۍ مشر وایي، د موټر هره پرزه یو سټنډرډ لري او له وړاندې موټرچلوونکي ته ویل کېږي چې که له سټنډرډ او ټاکلي وخت مخکې له موجه دلایلو پرته چې هغه به تخنیکي کسان مشخصوي موټر عوارض وکړي، نو باید موټر چلوونکی یې جوړ کړی:« که له معیار او سټنډرد مخکې عوارض وکړي یعنې یو ټایر باید ۵۰ زره کیلومتره وګرځي بیا بدل شي او دا وروسته له ۳۰ زره کیلومتره خراب شو نو شل زره کیلومتره په موټرچلوونکي تاوان دي او که نور لوی عوارض وکړي او موټرچلوونکی پکې ملامت نه وي نو هغه بیا موږ جوړوو.»
د ملي بس تصدۍ ملکیتونه او عواید:
دا چې ولې د ملي بس تصدي له خپلو عوایدو ملي بسونه نه ترمیموي، د دې تصدي مسوولین وایي، د دوی د عوایدو او لګښتونو بېلانس صفر دی.
د ملي بس تصدۍ مشر وایي، که څه هم په دې وروستیو کې د دغه تصدۍ ډېری ملکیتونه له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه شوي خو لاهم د دوی عواید هغه کچې ته نه دي رسېدلي چې د ملي بسونو د ترمیم لپاره بودیجه ځانګړې کړي.
محمدیونس امیري وایي، د ملي بس تصدۍ ۹۰ سلنه ملکیتونه له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه شوي چې اوس د تداروکاتو او اجاره دارۍ له قوانینو سره سم په اجاره ورکړل شوي دي:
«د ملي بس تصدي درې لوی ملکیتونه لري چې هغه په کابل کې درې حوزې دي چې د هرې حوزې پراختیا له ۳۰ تر ۴۱ جریبه پورې رسېږي، په لومړیو مکروریانو کې چې مرکزي دفتر هم دی. په خوشحال خان کې چې اوس د کابینې له پرېکړې سره سم اوومې حوزې ته ولېږدول شوه او په خواجه بغرا کې چې بیا په هره حوزه کې دوکانونه او د تېلو ټانګونه هم شته، له نوي سلنې ډېر ملکیتونه اوس زموږ په خپل لاس کې دي.»
د ملي بس تصدي مشر وایي، لاهم شاوخوا درې جریبه ځمکه له غاصبینو سره پاتې ده چې د راخلاصولو لپاره یې د عدلي اوقضایي ادارو له لارې هڅې روانې دي:« په خواجه بغرا کې شاوخوا درې جریبه ځمکه لاهم له غاصبینو سره ده چې د راخلاصولو لپاره یې د اړوندو ادارو له لارې هڅې روانې دي، یوه ټوټه ځمکه چې پنځه بسوې کېږي، کابل ښاروالۍ یوه خصوصي ټلوېزیون ته په کرایه ورکړې چې د هغه د راګرځولو لپاره هم کار روان دی او یوه ټوټه نوره ځمکه په څلورمه حوزه کې د جنرال جرئت په امنیتي ساحه کې راغلې چې هغه غصب نه ده او د راخلاصولو لپاره یې له نوموړي او اړوندو ادارو سره په حل لاره خبرې روانې دي.»
د ملي بس تصدۍ رییس وایي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د دوی عواید ډېر شوي، خو بیا هم هغه کچې ته نه دي رسېدلي چې د ملي بسونو د ترمیم لپاره بودجه ځانګړې کړي:
« تېرکال موږ له خپلو ملکیتونو څخه شاوخوا ۱۵ نیم میلیونه افغانۍ عواید درلودل خو دا په داسې حال کې ده چې زموږ ډېری ملکیتونه تېرکال په لړم او لېندۍ میاشت کې په اجاره ورکړل شول، سږ کال هیله لرو چې له ملکیتونو څخه مو عواید ۳۰ میلیونو ته ورسیږي او له ملي بسونو څخه زموږ عواید د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې چې قرنطین هم و، ۹ میلیونه افغانۍ عواید درلودل.»
له دې وړاندې هند هېواد ویلي وو چې که افغان حکومت هغه تخریب شوي ملي بسونه ترمیم کړي، د ترمیم او څارنې یو منظم سیستم رامنځته کړي او معیاري سړکونه جوړ کړي، نو دوی به ۱۰۰۰ عرادې نور ملي بسونه هم له افغانستان سره مرسته وکړي. د ملي بس تصدۍ رییس  بیا وایي، د هغو تخریب شویو ملي بسونو لپاره د پرزو قرارداد په خپله د هند هېواد له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره کړی و چې هغه دا قرارداد په څو کلونو کې هم عملي نه شوی کړای نو اوس د هندوستان هېواد ویلي چې دوی دغه قرارداد لغوه کوي او له بلې کمپنۍ سره قرارداد کوي، خو د ملي بسونو د ترمیم شرط یې هم له منځه وړی او یوازې د تخریب شویو ملي بسونو د اړتیا وړ پرزو له رالېږدولو وروسته ۱۲۰ عرادې بسونه مرسته کوي:« هند هېواد وایي، د تخریب شویو بسونو د اړتیا وړ پرزو لپاره بل قرارداد کوي او هغه پخوانی لغوه کوي خو چې دغه پرزې را ولېږدول شي نو بیا هغه د ترمیم شرط یې هم لرې کړی او ۱۲۰ عرادې بسونه مرسته کوي.»
د یادونې وړ ده چې اوسمهال په کابل ښار کې تر ډېره خصوصي ترانسپورت فعالیت لري. نیوکې دا دي چې د خصوصي ترانسپورت له فعالیت څخه هېڅ ډول څارنه نه کېږي او نه هم په خپله ترانسپورت تر ډېره ښاري او ترافیکي اصول مراعاتوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA